ط..البانو د نړۍوالي ټولني څخه د‌‌ زلزله ځپلو له پاره د مرستي غوښتنه کړې

سي اين اين په نشر سوي راپور کي ويلي، چي ط..البانو په ختيځ زون کي د وروستۍ خونړۍ زلزلې د‌ قربانيانو سره د مرستي په موخه د نړۍوالي ټولني څخه د مرستي غوښتنه کړې.
ط.. البانو د نړۍوالو غوښتي چي د افغانستان د‌ زلزله ځپلو سره دي بېړنۍ بشري او روغتيايي مرستي وکړي.
د سي اين اين د راپور له مخي چي د زلزلو له امله د‌ لارو د بندېدو، ځمکي ښويدني او غرنيو سيمو له امله د زلزلې سيمو ته د بشري مرستندويه ډلو لاس رسی سخت کړی دئ.
دا په داسي حال کي ده، چي په کنړ، لغمان او ننګرهار کي د زلزلې له امله سلګونه کسان وژل سوي او زرګونه نور ټپيان سوي او شاوخوا اته زره کورونه ويجاړ سوي.