ط..البانو د پخواني جمهوري نظام يو جنرال نيولی

د کابل څخه يوې باوري سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البانو په دغه ولايت کي د تېر جمهوري نظام يو تقاعد سوی جنرال نيولی او د ځان سره ئې بیولی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دغه جنرال محمد عالم کمانډو نومېږي او اصلي د پنجشير ولايت اوسېدونکی دئ.
سرچينه زياتوي چي محمد عالم د جمهوریت د نظام پر مهال د پنجشير ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې د مدیر په توګه دنده ترسره کړې وه او په ۱۳۹۷ لمریز کال کي تقاعد سوی وو. نوموړی د ط..البانو له واکمنېدو وروسته ایران ته پناه وړې وه او وروستیو کي بېرته خپل هيواد ته راستون سوی وو، چي د راستنېدو سره سم د ط..البانو له خوا نيول سوی دئ. تر اوسه د دغه پخواني جنرال د نیولو لامل روښانه سوی نه دئ او ط..البانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.