ط..البانو د پنجشير ۴ زره قيراطه زمرد خرڅ کړي

د ط..البانو د پنجشیر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت د معادن او پطروليم د رياست له خوا د سه شنبې په ورځ ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد ئې خرڅ کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه زمرد د پنجشير د زمردو د کانونو څخه استخراج سوی او په ۴۶۸ زره او ۶۰۰ امريکايي ډالره ئې پر کورنيو سوداګرو باندي خرڅ کړي دي.
د پنجشیر زمرد چي د لوړ کیفیت درلودونکي دي د رنګ، شفافیت او د جوړښت له مخي د قيمتي ډبرو په بازار کي خورا مشهوره دي. پنجشیر زمرد یوازي په افغانستان کي نه بلکي په نړۍواله کچه هم د قیمتي جواهراتو په توګه پیژندل کیږي. د دې زمردو پر بنسټ جوړ سوي جواهرات د نړۍ په مختلفو بازارونو کي پلورل کیږي، خو د دغه کانونو غيرمسلکي او چټک استخراج د معدن د برخي ماهرين اندېښمن کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تازه دغه ولايت د بدخشان د لاري د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د چترال سره وصل کړی دئ.