ط..البانو د چهارشنبې په ورځ منلې، چي د پاکستان سره د مذاکراتو له پاره ئې پنځه کسيز پلاوی په راتلوونکو څو ساعتونو کي د چين اورمچې ښار ته روانېږي. د ط..البانو په خبره چي په دغه پنځه کسيز پلاوي کي د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت استازي، محب الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارفالله، د دفاع وزارت استازی روحالله عمر او د استخباراتو لوی ریاست استازی یحی تکل شامل دي.