ط..البانو د کنړ ۵۹۷ کيلو ګرامه قيمتي ډبري خرڅي کړي

د کنړ د ط..البانو د کانونو او پټروليم رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې ۵۹۷ کيلو ګرامه قميتي ډبري ئې پر کورنيو پانګوالو باندي د ازادي داوطلبۍ د لاري خرڅي کړي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه ډبري ئې د ۹۳ ميليونو افغانيو په بدل کي خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د افغانستان د کانونو د ايستلو لړۍ خورا چټکه کړې ده. يو شمېر اقتصاد پوهان وايي چي که د افغانستان کانونه همداسي په چټکۍ سره وباسي نو د افغانستان تر ځمکي لاندي زېرمي به خلاصي او افغانان به تش لاسونه پاته سي او ګټه به ئې محدودو کسانو وړې وي.