ط..البانو دوه تنه د مسيحيت او الحاد د دعوت په تور نيولي دي

د ط..البانو د امرب..المعرف وزارت وياند سيف اسلام خيبر د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د نمارسانه په نوم د يوه فرهنګي او مذهبي بنسټ دوه تنه کارکوونکي ئې هغه وخت نيولي، چي خلګ به ئې مسيحيت او الحاد ته دعوت کول.
د خيبر په خبره چي يادو کسانو خپل جرم منلی او ډېر ژر به ئې ويډيو هم د رسنيو سره شريکه کړي.