ط..البانو نظامي یونیفورم جبري کړی؛ خو بيا هم ط..البان د وسلو سره په عادي جامو کي ګرځي
د ط..البانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چي د پولیسو د رسمي یونیفورم د کارولو د پیاوړتیا له پاره ئې جدي څارنه پیل کړې او ټولو منسوبینو ته سپارښتنه سوې، چي د دندي پر مهال له ټاکل سوي رسمي لباس څخه کار واخلي.
د ط..البانو د ياد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په کابل او ولایتونو کي ځانګړي کسان ګومارل سوي؛ څو د دې لارښووني عملي کېدل وڅاري او د ادارې نظم لا منظم کړي.
د چارواکو په وینا، رسمي یونیفورم د امنیتي ځواکونو د پېژندني، د مسؤلو او غیر مسؤلو کسانو د توپیر او د ادارې د اعتبار د ساتلو له پاره مهم رول لري.
خو د دې پرېکړي سره سره په مرکز کابل او ولایتونو کي لا هم داسي ط..البان لیدل کېږي، چي له رسمي یونیفورم پرته په عادي جامو کي ګرځي او وسلې له ځان سره ګرځوي.
ولسي خلګ وایي، تر هغه وخته پوري چي دا حالت په بشپړه توګه کنټرول نه سي، د رسمي او غیر رسمي کسانو ترمنځ روښانه توپیر به ستونزمن وي.