ط..البانو وايي چي په هرات او فراه ولايتونو کي ئې ۱۷۸ کسان د قاچاقي تګ په تور نيولي دي.
هغوی ويلي چي دغه کسان ئې د فراه ولايت په لاش جوين او د هرات په غوران ولسواليو کي نيولي دي.
د ط..البانو په وينا چي دغه کسان ئې د يوې اوونۍ په جريان کي نيولي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ د پيل سره سم زيات شمېر ځوانان د بېکارۍ او غريبۍ له امله پر سختو او پيچلو قاچاقي لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي.