د ط..البانو امنتي مسؤلين وايي، چي دوشنبې په ورځ ئې د پکتيکا ولايت د انګور هډې په سرحدي لاره کښي د پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق کېدونکو جعلي افغانيو د بانک نوټونو مخه ئې نيولې ده.
د ط..البانو امنتي مسؤلينو دغه راز زياته کړې، چي د يادو جعلي افغانيو په تړاو ئې يو کس هم نيولی، چي غوښتل ئې دغه پيسي د دغه لاري د پکتيکا ولايت ښار ته انتقال کړي او هلته ئې پر خلګو باندي خرڅي کړي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان څخه ډېر وخت افغانستان ته جعلي نکاح خطونه، پاسپورټونه، زېږون کارتونه، تذکرې، ليسنس او دې ته ورته نور جعلي مدني اسناد راوړل کېږي او د پيسو په بدل کي پر خلګو باندي خرڅول کېږي.