ط..البانو په ايران کي د افغان کډوالو غوښتي چي حساسو نظامي ځايونو ته دي نه نږدې کېږي

په تهران کي د ط..البانو سفارت افغان کډوالو ته خبر ورکړی، چي په ایران کي دي حساسو نظامي سیمو ته له تګ څخه لاس واخلي، ځکه دغه سیمي د ايران د حکومت له خوا تر جدي څار لاندي دي او هر ډول مشکوک چلند ښايي د هغوی د نیول کېدو لامل سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي
افغانان دي په سیاسي او ګوندي ناستو یا هغو فعالیتونو کښي چي د سیاسي اړخه حساس بلل کېږي ‌له ګډون او په ټولنیزو رسنیو کي د سیاسي پوسټونو له کولو او نظر ورکولو ډډه وکړي، ځکه دا کړني د نیول کېدو او قانوني ستونزو لامل کېدای سي.