د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بادغيس ولايت کي ئې محمد اسماعيل په نوم کس په عام محضر کي د قتل په تور اعدام کړی دئ.
د محکمې د معلوماتو له مخي محمد اسماعيل څه موده وړاندي يو سړی او يوه ښځه، چي دوستمحمد او ګلبرګه نومېدل، په جوند ولسوالۍ کي ويشتلي او وژلي وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه کس د وژلو پرېکړه د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله تر نظر تېره سوې او وروسته اعدام سوی دئ.
باید وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا بدني سزاوي زيات سوي. نړۍوال د بشر حقونو سازمانو د ط..البانو د دغه سزاوو د درېدو غوښتنه کړې