ط..البانو په بدخشان کي يو کس د لواطت په تور په دورو وهلی

د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌ بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کي ئې يو کس د لواطت په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلی.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کس ئې په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس ئې په يو کال تنفيذي بند هم محکوم کړی دئ