ط..البانو په بغلان کي يوه ښځه او سړی د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ ئې په بغلان ولايت کي يوې ښځي او يوه سړي ته د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي تعزیري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د خلګو په حضور کي ۳۵ ـ۳۵ دورې وهلي او تر درو مياشتو پوري ئې په تنفيذي بند سزا محکوم کړي دي.
بايد وويل سي، چي نړۍوالو بشري سازمانونو د ط..البانو څخه غوښتي، چي دغه ډول د بشريت او انسانيت ضد سزاوي دي ودروي او انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي