د تخار د ط..البانو مسؤلين وايي، چي د دغه ولايت په مرکز تالقان ښار کي ئې پنځه تنه د موسيقۍ د ږغولو په تور نيولي دي.
د ط..البانو د تخار د امنيې قومندانۍ وياند نظام الدين رسنيو ته ويلي، چي دغه کسانو د تالقان ښار د شپږمي ناحيې په يو کور کي د موسيقۍ د يوه پروګرام پر مهال نيول سوي.
هغه وايي د ياد کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
بايد وويل سي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره په افغانستان کي د دغي ډلي تر سيوري لاندي د موسيقۍ هنر جرم بلل سوی، په همدې سبب زيات هنرمندان د خپل هيواد څخه مهاجر سول او اوس په جلاوطنۍ کي د ژوند شپې او ورځي سبا کوي.