د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تخار ولايت کي ئې د څلورو ښځو په ګډون يوولس کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي، چي دغه کسان ئې د تخار ولايت په ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کي په عام محضر کي په دورو وهلي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د درو مياشتو څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.