د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د تورخم په دروازه کي ئې شپږ زره د پريګابلين نشه یي ګولۍ نيولي چي د پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدې.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي زیګپ په نوم د پریګابلین ګولیو څخه استفاده اوس ډېره سوې ده. دغه درمل، چي معمولا ډاکټران ئې ناروغ ته د عصبي دردونو او رواني ستونزو د کنټرول په موخه ورکوي، اوس ډېر خلګ له درملتونو څخه پرته د نسخې اخلي او ورباندي معتاده سوي دي د روغتيا د برخي پوهان د دغو ګولۍ پر خپل سر کارولو باندي اندېښنه ښودلې او پر مخنيوي ئې ټينګار کړی دئ.