ط..البانو په خاش ولسوالۍ کي د يوې ښځي په ګډون ۱۵ تنه لاريون کوونکي وژلي

د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ اوسېدونکو د ط..البانو د کړنو او ظلمونو په وړاندې د اعتراض په توګه لاریون کړی وو، چي دغه لاریون د ط..البانو او ولسي خلګو ترمنځ په تاوتريخوالي بدل سوی.‌ د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو د لاریون کوونکو د غلي کولو له پاره له وسلو کار اخیستی، چي له امله ئې‌ د يوې ښځي په ګډون ۱۵ تنه وژلو او ۶۰ نور ئې ټپیان کړي دي.
سرچينې وايي، چي ط..البانو د خاش ولسوالۍ مخابراتي شبکې قطع کړي‌ او له کابل څخه یو شمېر نظامي چورلکي ئې دغه سيمي ته د امنيت په موخه غوښتي دي.
لاریون کوونکي، چي د ط..البانو د اوسنيو کړنو له امله سخت غوسه دي، ګواښ کوي، چي که دا وضعیت دوام وکړي، د ط..البانو اداري دفترونه او مهم ځايونه به وسوځوي.
تر اوسه ط..البانو په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.
خو د ط..البانو د ټولنيزو صفحو مبارزينو بيا ادعا کړې، چي ط..البان په ټول توان هڅه کوي، چي د خاش ولسوالۍ پاڅون کوونکي ارام کړي.