د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د چهارشنبې په ورځ په نشرسوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په خوست او لوګر ولايتونو کي ئې د څلورو ښځو په ګډون نهه کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې په عام محضر کي د ۲۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د شپږو مياشتو څخه تر دوو کلنو پوري ئې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البان هره ورځ په بېلابېلو ولايتونو کي خلګ ته بدني سزاوي ورکوي او د بشرحقونو نړۍوال سازمانونه ئې د درېدو غوښتنه کوي؛ خو ط..البان ئې نه مني.