د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې هغه کس نيولی، چي په زور ئې غوښتل چي يوه پېغله نجلۍ خپل په نامه کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس د يادي نجلۍ د کور مخ ته هوايي ټکان کړي او غوښتل ئې دغه نجلۍ په خپل په نامه کړي.
ط..البان د ياد کس هويت د رسنيو سره نه دئ شريک کړی.
بايد وويل سي، چي په يوه مياشت کي دا دوهم ځل دئ، چي يو کس په زور غواړي، چي پردۍ ښځه خپل په نامه کړي