ط..البانو په دايکنډي کښي ۷۰ تنه په دې تور نيولي، چي د‌ جمعې په ورځ ئې اختر کوئ

د‌ دايکنډي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البان د دغه ولايت په اشترلی ولسوالۍ کښي ۷۰ تنه په دې تور نيولي، چي د ط..البانو له خوا د لوی اختر د ټاکل سوي نېټې يوه ورځ مخکي ئې د نورو اسلامي هيوادونو سره د لوی اختر لمونځ کوئ .
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي له دغه نيول سوو کسانو څخه ۶۳ تنه ئې بېرته ط..البانو ازاد کړي او اووه تنه ئې تراوسه د ط..البانو سره په زندان کښي شپي او ورځي سبا کوي.
د ويلو وړ ده، چي سعودي عربستان او د نړۍ زياتره هيوادونو لوی اختر د‌ جمعې په ورځ کړی خو ط..البانو او پاکستان بيا د لوی اختر لومړۍ ورځ د شنبې ورځ اعلان کړې وه.