د ط..البانو د سمنګان د امنيې قومندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په ايبک ښار کي ئې لس کوچنيان د غلا په تور نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه نيول سوي کوچنيان د د دوه کسانو له خوا رهبري کېدل ترڅو د سمنګان ولايت په مرکز او شاوخوا کي غلاوي وکړي
خبرپاڼه زياتوي، چي دغه کوچنيانو به د بغلان، سمنګان او بلخ ولایت مربوطاتو کي فعالیت درلود او د غلاوو پر مهال به ئې له خلکو څخه پیسې، موبایل، د کور وسایل او نور توکي غلا کول.
په ورته وخت کي بیا د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکو يادي پېښي ته په اشاره سره ويلي، چي د ط..البانو د بیا واکمنۍ پرمهال خلګ د لوږي او غریبۍ څخه دومره مجبوره سوي، چي د خپلو کوچنيانو څخه د غلاوو په برخه کي استفاده کوي.
هغوی په ټينګار سره ويلي، چي ط..البان دي خلګوته د کار زمينه برابره کړي، ترڅو د غلاوو مخه نيول سوې وي