د شنبې په ورځ د ط..البانو د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د غزني ولايت په جغتو ولسوالۍ کي ئې دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يوه ښځه او سړی ئې د نامشروع اړيکو په تور۳۹- ۳۹ دورې وهلي او د درو مياشتو له پاره ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا صحرايي محکمو خورا زور اخيستی، نړۍوالو بشري سازمانونو د ط..البانو څخه غوښتي چي انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي او د انسانانو د زورولو څخه دي نور لاس واخلي