ط..البانو په فراه او ننګرهار کي ۴ تنه د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د ستري محکمي څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي فراه ولايت کي ئې د پنج شنبې په ورځ دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه دوه تنه ئې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د ۳۰ څخه تر ۳۳ پوري په دورو وهلي او همدارنګه د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
دغه راز د يادي محکمې څخه په جلا خبرپاڼه کي ویل سوي دي، چي د پنج شنبې په ورځ ئې په ننګرهار کي يوې ښځي او سړي ته د کور څخه د تېښتي او نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي ۳۳ دورې او د تنفیذي بند سزا ئې هم ورکړې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو دغه صحرايي محکمې د نړۍوالو بشري سازمانونو له خوا تر سختي نيوکي لاندي راغلي او د ط..البانو څخه ئې غوښتي ، چي د نړۍوال مشروعيت ترلاسه کولو په موخه بايد د دغو صحرايي محکمو څخه لاس واخلئ او نړۍوالو اصولو او د بشريت قوانينونو ته به بايد ژمن پاته سئ.