د نورستان د ط..البانو د کانونو او پټرولیم ریاست څخه د چهار شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د دواب ولسوالۍ له ماوي کان څخه ترلاسه سوي ۹زره کيلو ګرامه قميتي ډبري ئې خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه قيمتي ډبري ئې د ۹۵ ميليونه افغانۍ په بدل کي د ازادي داوطلبۍ د لاري پر سوداګرو خرڅي کړي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه خرڅو سوو ډبرو کي بیروج، کونزايټ، مارګنېټ او بلور شاملي وې.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البان د افغانستان کانونه په غير مسلکي ډول باسي. يو شمېر د اقتصاد پوهان وايي، چي ډېر ژر به د افغانستان تر ځمکو لاندي زېرمي ختمي او افغانان به تش لاس پاته سي.