ط..البانو په هرات کښي د ښځو څخه د موټر چلولو حق هم واخيسته

د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولایت د ط..البانو د امر ب..المعروف ریاست له خوا د ښځو پر موټر چلولو بندیز لګول سوی دئ او نور په دغه ولايت کښي ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي، چي موټر و چلوي.
د دغه ولایت د امر ب..المعروف رئیس عزیز الرحمن المهاجر په لاسلیک یوه مکتوب کښي، چي د ټرافیکو مدیریت ته استول سوی، لیکلي: «موټر چلول یو مسوولانه مسلک دئ او لږ بې پروايي د خلګو ژوند له خطر سره مخ کولای سي. ښځي د موټر چلولو د زده کړي توان نه لري او ذهن ئې ګډوډ دئ نو د موټر چلولو اجازه نه لري.»
دا پرېکړه د هرات په ښځو باندي د ط..البانو د نوي محدودیت یوه بیلګه ده.
د یادونې وړ ده، چي ط..البانو له ۲۰۲۱ کال راهیسي په افغانستان کښي پر ښځو یو لړ سخت محدودیتونه لګولي، لکه پر زده کړو، کار او عامه فعالیتونو بندیزونه، چي نړۍوالي ټولني ئې په وړاندي پراخ غبرګونونه ښودلي دي.