د ط..البانو د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د يکشنبې په ورځ د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کي ط..البانو د يوې ښځي په ګډون دوو کسانو ته تعزيري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۵ دورې وهلي او اتلس مياشتي ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په روان کال کي د ط..البانو له خوا د علني سزاګانو د تطبیق په مواردو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ.