د ط..البانو د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې ۷ کسانو ته په کابل کي د نشه يي توکو د خرڅ او قاچاق په تور تعزيري سزا ورکړې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ۷ کسان ئې په عام محضر کي د ۱۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د يوه کال څخه تر درې کالو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
دغه راز د همدې محکمې څخه په يو جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په زابل ولايت کي ئې څلور کسانو ته د غلا او لواطت او د يوې ښځي په ګډون درې کسانو ته ئې د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د ۲۰ څخه تر ۳۰ دورو پوري سزا ورکړې او په تنفيذي بند سزا ئې هم محکوم کړي.