ط..البانو په کابل کي ۱۶ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل ولايت کي ئې ۱۶ تنه په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو پوري وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې په مرکز کابل کي د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې د اتو مياشتو څخه تر درې کلنو پوري په تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو دغو کسانو ته د نشه‌يي توکو لکه زیکپ، تابلیت کا، چرسو او الکولي مشروباتو د خرڅولو او قاچاق په تور سزا ورکړې ده.