د ط..البانو د ستري محکمې څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کاپيسا کي ئې يوکس د ط..البانو پر ضد د منفي تبلیغاتو د کولو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي ۳۹ دورې وهلی دئ.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس په يو کال او شپږ مياشتي تنفيذي بند هم محکوم سوی.
بايد وويل سي، چي ط..البان د بيان ازادي ورځ تر بلي محدودوي او هر څوک چي د دوی پر دولت نيوکه وکړي په يو او بل نامه سزا ورکوي