ط..البانو په کندهار کي ۹ کسان د ناقانونه ښکار په تور نيولي

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په تېرو پنځو مياشتو کي ئې ۹ کسان د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي د ناقانونه ښکار په تور نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه کسانو څخه ئې د ښکار وسايل ضبط کړي او د چاپيريال ساتني د رياست له خوا ورڅخه ليکلی تعهدونه اخيستل سوي، تر څو په راتلونکي کي ښکار ونه کړي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ليکل سوي، که چیري دغه کسان په راتلونکي کي له یادو تعهدونو سرغړونه وکړي، نو نیول سوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل سي.