ط..البانو په کنړ کي يو کس د اخلاقي فساد په تور په دورو وهلی

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د کنړ په اسمار ولسوالۍ کي يو تن ئې د خلګو د سترګو په وړاندي په عام محضر کي په دورو وهلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کس ئې د اخلاقي فساد په تور په عام محضرکي ۳۰ دورې وهلی او په يوه مياشت تنفيذي بند ئې محکوم کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي يوه ورځ مخکي ط..البانو په جوزجان کي هم دوې تنې ښځي په عام محضر کي په دورو وهلي وې.