د هرات ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د امر بال.معروف مامورين د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کي د خلګو موبایل تلیفونونه تلاشي کړي دي.
د هغوی په خبره ط.البانو په ځانګړي ډول ځوانان په ښار کي درولي او د هغوی موبایلونه ئې کتلي دي.
د سیمې اوسېدونکي دا کار د شخصي حریم ښکاره نقض بولي او زیاتوي چي ط..البان بې اجازې شخصي او کورنۍ معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي.
د سرچينې په خبره چي دا ډول پلټني له وړاندي هم ترسره سوي، خو د وروستیو اونیو راهیسي د ط..البانو څارنه او کنټرول نور هم ډېر سوی دئ.
له دې سره هممهاله، پر انټرنټ او ټولنیزو شبکو نوي محدودیتونه لګول سوي چي د خلکو اندېښني ئې زیاتي کړي دي.
ډېر خلک دا محدودیتونه د ط..البانو له خوا د خلګو پر شخصي ژوند او اړیکو د کنټرول هڅه ګڼي.