عرب په کندهار کي د وحشي مرغانو ښکار کوي

د‌ کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي عرب ښکاريانو د کندهار په دامان او ارغستان ولسوالۍ کي ګرځي وحشي مرغان نيسي او د ځان سره ئې وړي.
د سرچينې په وينا چي دغه عرب ښکاريانو د ط..البانو څخه د ښکار کولو امر اخيستی او په ډاډه زړه په دغه سيمه کي ښکار کوي.
د هغوی په خبره چي د يوه طرفه په کندهار کي د وچکالۍ له امله وحشي مرغان کم سوي او اوس بيا عرب د ښکار په وسيله د دغو مرغانو نسل له منځه وړي او د ځان سره ئې خپلو هيوادونو ته انتقالوي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د مشر په حکم په ټول افغانستان کي د وحشي مرغانو او حيواناتو ښکار کول بند‌ دي؛ خو عرب په ډاډه زړه او د ط..البانو په امر په کندهار کي ښکار کوي