فايق: ط..البان دي د‌ نړۍ سره د‌تعامل له پاره يو مشروع حکومت جوړ کړي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو په غونډه کي ويلي، چي افغانستان ته ثبات او نړۍوال تعامل هغه وخت راتلای سي، چي یو مشروع، شفاف او ټول‌ګډونه نظام جوړ سي.

فایق د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر بحراني بللی او زیاته کړې ئې ده چي دغه هیواد له اقتصادي ستونزو، بشري ناورین، د بشري حقونو سرغړونو او د ښځو او نجونو د حقونو د پراخ محرومیت سره مخ دئ.

هغه ویلي، ط..البانو د خلګو ارادو ته غاړه نه ده ایښې او د ټول‌ګډونه حکومت په جوړولو کي پاته راغلي دي، چي له امله ئې افغانستان منزوی سوی او خلک ئې د فقر له جدي خطر سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی چي نړۍوالي مرستي دي یوازي مستحقو خلګو ته په شفاف ډول ورسول سي. فایق ویلي، د افغانانو ترمنځ ملي سیاسي خبري باید پیل سي او یوازي د خلګو د ارادې پر بنسټ جوړ حکومت کولای سي هیواد له اوسني کړکېچ څخه وباسي.

هغه له نړۍوالي ټولني وغوښتل چي د افغانستان له خلګو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.