فايق: پر کابل بريد د افغانستان پر ځمکنۍ خپلواکۍ بريد دئ

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق پر خپله اېکس پاڼه باندي پر کابل باندي د‌ پاکستان بريدونه غندلي دي.
هغه پر افغانستان باندي هوايي بریدونه په ښکاره ډول تېری بللی او په په کلکه ئې غندلي دي.
هغه ويلي چي دغه ډول بريدونه د سيمي امنيت او ثبات کمزوری کوي او په سيمه کي د ناامنۍ له پاره لاره هواره وي.
نصيراحمد فايق ويلي، چي په کابل کي وروستي هوايي بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او د نړۍوال قانون له بنسټيزو اصولو سره په ښکاره ډول په ټکر کي دي