فاکس نيوز راپور ورکړی

فاکس نيوز راپور ورکړی، چي د ایف-۱۵ ای سټرایک ایګل جنګي الوتکي دوهم غړی په جنوب لوېدیځ ایران کي د ځانګړو ژغورنیزو عملیاتو په ترڅ کي موندل سوی او له ایرانه په خوندي ډول ایستل سوی دئ.
د راپور له مخي، دغه افسر چي د وسلو د سیستم مسؤل و، له الوتکي تر بېړني وتلو وروسته د بقا، تېښتی او پټېدو مهارتونه کارولي او د اضطراري اشارې له لاري ئې خپل ځای معلوم کړی و.
سرچینې وایي چي په دې عملیاتو کي د امریکا ځانګړو ځواکونو، د هوايي ځواک ژغورنیزو ټیمونو او نورو روزل سوو قطعاتو برخه اخیستې وه او هڅه ئې کړې چي دغه امریکايي د ایراني ځواکونو څخه وساتي.

په دې عملیاتو کي د اې-۱۰ تندر بولټ ۲ الوتکو هم هوايي ملاتړ کړی، خو یوه الوتکه په کویټ کي نسکوره سوې او پیلوټ ئې ژغورل سوی دئ. همدارنګه، دوه ژغورنیزي چورلکي هم د بريدونو هدف ګرځېدلي وې، خو عمله ئې وتوانېده چي له سیمي څخه ووزي.