پخوانی والي او سياستوال محمد حليم فدايي د مولانا خانزيب وژل کېدو ته په اشاره وايي، چي د پښتنو د قوم دښمنان د دغه قوم مشران او ږغ پورته کوونکي يو په بل پسي وژني.
فدايي پر خپله اېکس پاڼه باندي ليکلي دي: ((د مولانا خانزیب ش.هادت سخت دردونکی دئ ، له مفتي شاکر منیر وروسته دا بل لوی تاوان افغانانو وکړ. دوی د اسلام اصلي انځور وړاندي کوئ او د استخباراتي اسلام سرسخت شعوري مخالفین وو.))
د هغه په خبره چي دوی ځکه وژل کېږي چي افراطي او استخباراتي کړۍ ددوی د منطق او استدلال پر وړاندي بې وسه دي او دوی د ولسونو د ويښولو هڅه کول.