فدايي: ط..الب په زور او جبر په خلګو د ايمان منلو واک نه لري

پخوانی والي او سياستوال حليم فدايي پر خپله اېکس پاڼه باندي د ط..البانو له خوا د‌ مېرمنو او ښځو په لښتو وهلو او نيولو موضوع ته په اشاره ويلي، چي په لښتو د مېرمنو او ښځو وهل نه افغانی او نه هم اسلامي فرهنګ دئ.
د هغه په خبره چي ط..الب يوازي دومره حق لري، چي اعلان وکړي، چي حجاب مراعات کړئ؛ نه دا چي وهل وکړي.
فدايي ط..البانو ته په خطاب کي وايي:«تاسي یوازي دومره حق لری، چي اعلان وکړئ چي حجاب مراعات کړئ، نور د خلګو اختیار دئ چي مراعاتوي ئې او کنه. ته په زور او اجبار په خلګو د ایمان منلو واک نه لرې.»