د جمهوریت پر مهال د لوګر والي محمد حليم فدایي د پاکستان د تېري شپې د بریدونو په غبرګون کي ط.البانو ته ویلي چي د ښونځي او پوهنتونو دروازې مو وتړلې او یا مو په مدرسې بدلي کړې،نو اوس د پاکستان د ډروني بریدو مقابله په کوف او چوف دم او تعویذ وکړئ.
فدایي ویلي چي تاسو ط.البانو د خدای په نصرت ۴۸ هیوادونه مات کړل،نو بیا په څنګ کي پروت همسایه هیواد په ماتولو کي د خدای مرسته چيري ده؟
هغه زیاته کړې چي ط.البان یوازي د خپل ولس ماتول دالله نصرت او جهاد بولي.