فرانسې اعلان کړی، چي تر هغه وخته به د ایران اړوند یو کوچنی بندیز هم لېري نه کړي

فرانسې اعلان کړی، چي تر هغه وخته به د ایران اړوند یو کوچنی بندیز هم لېري نه کړي، ترڅو چي د هرمز تنګي محاصره پای ته نه وي رسېدلې.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نوئل بارو ویلي، د هرمز تنګي تړل د نړۍوالي سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ له پاره جدي ګواښ دئ. تر دې وړاندي د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په خبرو کي د تنګي د محاصرې د سمدستي ختمېدو غوښتنه کړې وه.
په همدې حال کي فرانسې د چهارشنبې په ورځ خپله شارل دوګل هوايي بېړۍ لرونکې جنګي ډله سور سمندر ته استولې ده.

راپورونه وايي، دا اقدام د اروپا د هغه طرحي برخه ده چي غواړي د هرمز تنګي د کښتیو امنیت له پاره څو مليتیز ماموریت جوړ کړي.
رویټرز راپور ورکړی، چي دغه ګام د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي پر سر د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په منځ کي اخیستل سوی او وروستیو نښتو ښودلې، چي اوسنی نازک اوربند هر وخت ماتېدلی سي.