فضلي: ط.البانو د امریکا په امر شل کاله جګړه وکړه،او اوس د امريکا په امر چوپ دي

د جمهوریت پر مهال د اداري چارو رئیس فضل فضلي د پاکستان بريدونه غندلي، اودا یې یوه وحشیانه کړنه بللې ده.

فضلي ویلي چي ط.البان د پاکستان تر استعمار لاندي دي او پاکستان د امريکا مستعمره هيواد دی،هغه و جنرال عاصم ته د پاکستان د ملکي حکومت پر ځای د امریکا دروند پروتوکول ورکول دخپلو خبرو د ثبوت په توګه وړاندي کړی دی.

هغه زیاته کړې چي د سيمي د بې ثباتۍ نوې لوبه شروع ده، او د پاکستان هره حمله د امریکا د اجازې یا شین څراغ وروسته ترسره کېږي.

فضلي دا هم ویلي چي د ط.البانو د ځوابیه عمل تمه درلودل لویه تیروتنه ده، ځکه ط.البان خپله د یو مستعمره هیواد پاکستان تر استعمار لاندي دي.