د خېبر پښتونخوا والي فيصل کريم کنډي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي هند او اسرائيل هڅه کوي، چي افغانستان خاوره د پاکستان په مقابل کي وکاروي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي په خېبر پښتونخوا کي روان ناوړه وضعيت د ايالتي حکومت د ناسمي پاليسۍ له امله دئ.
هغه وايي په سيمه اېزه کچه د وسله والو ډلو ملاتړ هغه څه دي، چي په خېبر پښتونخوا کي وسله والو ډلو ته جرات ورکوي، چي د دغي سيمي امنيت خراب کړي.
هغه په خېبر پښتونخوا کي د ناامنۍ پر ختمولو ټينګار کړی.