فيليپو ګرانډی: افغانستان ته راغلي کډوال بيړنيو مرستو ته اړتيا لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي د اسلام کلا بندر څخه تر ليدني وروسته ويلي، چي د ايران څخه په پراخه کچه د افغان کډوالو راتګ د اندېښني وړ خبره ده.
هغه وايي، چي افغان کډوال افغانستان ته په تش لاس او يوه جوړه جامو کي راځي، چي اوس دلته افغانستان کي بيړنيو بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
هغه وايي: « موږ دلته له یوه بېړني حالت سره مخامخ یو، خو دا ځل دا وضعيت بل ډول دئ؛ خلګ بېرته خپلو هيواد ته را ګرځي، خو باید ووایم چي ډېری دا کار د خپلي خوښي په اساس نه کوي؛ بلکې په زور راشړل کېږي.
د فيليپو ګرانډی په خبره چي تر دې دمه د ايران څخه شاوخوا يو نيم ميليون افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي