قطر او متحده عربي اماراتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په جلا جلا لیکونو کي پر خپلي خاوري

قطر او متحده عربي اماراتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په جلا جلا لیکونو کي پر خپلي خاوري د ایران وروستي بریدونه غندلي او د ايران څخه ئې شکايت کړی.
دواړو هیوادونو ویلي چي دا بریدونه د دوی د ملي حاکمیت ښکاره نقض دئ او له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کي دي.
هغوی ټینګار کړی، چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د ملګري ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم د ځان د دفاع او مناسب جواب حق د ځان له پاره خوندي ساتي.

په یادو لیکونو کي غوښتنه سوې چي نړۍواله ټولنه دي د سیمي د لا بې‌ثباتۍ د مخنیوي له پاره عاجل ګامونه واخلي.