قطر : ط..البان او پاکستان دي ستونزه د ډيپلوماسۍ د لاري حل کړي

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې له مخي، د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ د نښتي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اعلاميه کي راغلي چي دواړه خواوي بايد د شخړو د هوارولو له پاره د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ لاره خپله کړي.
قطر ټينګار کړی چي اړينه ده د اختلافاتو د کنټرول له پاره هڅي وسي؛ څو د کړکېچ د پراخېدو مخه ونيول سي او د سيمي ثبات او امنيت وساتل سي.