د امريکا په لاس انجلس ايالت کښي د امريکا له خوا د کډوالو د نیولو د عملیاتو پرضد لاریونونو شدت موندلی دئ. احتجاج کوونکو د پولیسو موټرانو ته اور اچولی دئ او د ياد ايالت د ښار امنیت ئې ګډوډ کړی دئ.
د امريکا د حکومت لخوا دوه زره د ملي ګارډ غړي لاس انجلس ته استول سوي دي، ترڅو دغه لاريون کوونکي کنټرول کړي.
د امريکايي رسنيو د راپور له مخي د پولیسو او احتجاج کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی زیات سوی دئ.