له معتصم اغاجانه د تالب مشرباته وېره رشتیا سوه

له معتصم اغاجانه د تالب مشرباته وېره رشتیا سوه.
تېره ورځ د طالبانو د لوی مشر په امر خپل سیال ونیو. پرون د ورځي د کندهار ښار جنوب کي د یوه ځانګړي عملیاتو په ترڅ کي د هیبت الله ساتونکي ځواک «ډیډ سکواد» هم بلل کېږي، د غرمنۍ مېلمستیا پر مهال په بیړه سره معتصم اغا جان ونیو. نوموړی د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر د دفتر رئیس او د مالي چارو وزیر پاته سوی او د طالبانو له بنسټګرو او له مهمو مشرانو څخه شمېرل کېږي. هغه په ۲۰۰۳ کال په پاکستان کي د طالبانو د بیا راټوکېدو (resurgence) مهم رول درلود. د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲/۱۳ پوري، هغه د هغه وخت د مشر ملا اختر منصور وروسته دوهم مهم کس بلل کېده.
په ۲۰۱۲ کال کي د طالبانو د مالي سرچینو پر سر د هغه او ملا اختر منصور ترمنځ سخت اختلاف رامنځته سو، چي تر وسله‌والې نښتي پوری ورسېد. د منصور کسانو پر هغه څو ځله ډزي وکړې او په کوټه، بلوچستان کي یې نیمه مړ پرېښود. هغه په همدې حالت کي د کندهار د هغه وخت د پولیسو له ځواکمن قومندان، جنرال رازق سره اړیکه ونیوله. وروسته کندهار ته انتقال سو، بیا د درملني لپاره بګرام ته په الوتکه کي یووړل سو، او وروسته یې ژوند په ترکیه او متحده عربي اماراتو کي تېر کړ.

په ۲۰۲۳ کال کي، د هغه پخواني شاګرد او اوسني د طالبانو د دفاع وزیر، مولوي یعقوب، دوبۍ ته ولاړ او هغه یې کابل ته راوباله او ورته یې زغره‌وال موټر، مالي امکانات او بشپړ ملاتړ ورکړل سو. ملا یعقوب د ملا محمد عمر د زوی په توګه هغه وخت د پلار ملګري پالل.
معتصم اغا جان ډېر ژر په کندهار کي خپل نفوذ پراخ کړ، او ډېر خلک هغه د هیبت الله لپاره یو احتمالي بدیل باله. خو له دې سره د طالبانو د مشرانو شکونه هم زیات سول، یو بله ډله وايي چي هغه دې نږدې وختونو کي ترکیې ته ډېر سفرونه لرله چي مشکوک وه او په پایله کي یې د هغه د نیول کېدو لامل سو.
تر اوسه دا روښانه نه ده چي آیا هغه د کودتا پلان درلود، او که نه؛ او دا هم معلومه نه ده چي د هغه نیول کېدل به پخپله د اوسني مشرتابه پر ضد کومه نوې کړکېچ یا حتی کودتا رامنځته کړي که څنګه؟