د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د دوشنبې په ماخستن ناوخته ئې د کابل ښار د پنځلسمي حوزې اړوند سیمه کښي د داع.ش ډلي یو پټنځای له منځه وړی او د دغې ډلي دوه تنه غړي ئې وژلي دي.
هغه ويلي دي، چي په دغه مرکز کښي ځای پر ځای سوي وسلې او مهمات ئې هم نيولي او د يادي ډلي پلان ئې شنډ کړی دئ.