م.لا محمد حسن اخند: رسنۍ دي د ط..البانو د تبليغاتو سپيکر سي

د ط..البانو رئيس الوزرا م.لا محمد حسن اخند د لوي اختر د‌ مبارکۍ پر مهال ويلي دي، چي د افغانستان رسنۍ د ط..البانو لاسته راوړني کوچنۍ منعکسوي، د هغه په خبره چي د افغان رسنيو دغه قضاوت ناسم دئ او په خبره ئې که چيري رسنۍ دا ډولو فعاليت ته دوام ورکړي د ط..البانو اداره به ئې مخه ونيسي.
هغه وايي، چي د ط..البانو د نظام د ډيوې د خاموشه کولو اجازه نور رسنيو ته نه ورکو.
بلخوا د ط..البانو مشر م.لا هيب..ت الله هم په کندهار کښي د لوی اختر د‌ لمانځه پرمهال په خپلو خبرو کښي ويلي وه، چي اوس مهال رسنۍ د هر کس په جيب کښي ده خو دغه رسنۍ حقيقت نه نشروي او د حقيقت څخه لېري اطلاعات نشروي.
د ط..البانو مشرانو دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي، چي په افغانستان کښي ط..البانو د ټولو رسنیو څخه ازادي اخېستې او رسنۍ ئې سانسور کړي دي.
يو شمېر خبریالان وايي، چي د ط..البانو اداره د رسنيو څخه د‌ خپل تبليغاتو د آلې په توګه د استفادې کولو هيله کوي، خو رسنۍ د توازون او ريښتينولۍ اصل ته ژمن دي او هر هغه څه نشروي، چي ريښتني وي. د هغوی په وينا چي ځکه ط..البان رسنيو سانسور وي، چي رسنۍ حقيقت نشروي او ط..البان دوی پوري اړوند حقيقي د اطلاعاتو پټولو هڅه کوي او رسنۍ ئې د ښکاره‌ کولو هڅه کوي