د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله د هرات ولايت د م.لايانو او خپلو پلويانو سره په کندهار کي ليدلي دي.
هغه د يادي ليدني پر مهال ويلي دي چي ټول ولس مکلف دئ، چي د علماوو اطاعت وکړي، ځکه م.لايان د انبياوو ورثه ده.
هغه ويلي چي د م.لايانو سره حساب او کتاب يوازي الله کولای سي.
هغه ويلي:«علماء د دين په ساتنه مکلف دي، الله پاک علماء مسئول کړي دي، په حاکمانو او سلاطینو باندي او خلګ مکلف دي چي د علماء کرامو اطاعت وکړي او د علماء کرامو محاسبه د الله پاک سره ده، د علماوو ذمه واري او منصب ډېر دروند دئ او حساب ئې ګران کار دئ.»
د ط.. البانو مشر م.لاهب.ت الله دغه راز ويلي، چي د ط..البانو د مشرانو ترمنځ اوس مهال هېڅ اختلافات نسته خو يو شمېر کسان د تبليغاتو د لاري هڅه کوي، چي نفاق واچوي. هغه په ياده ليدنه کي د خپلو پلويانو غوښتي چي د اسلامي شريعت د عملي کولو د پاره دا يو ښه فرصت دئ او د همدې فرصت څخه ګټه پورته کړئ.
هغه دغه راز ويلي دي، چي په تېر شل کلن نظام کي د اسلام د کمزورۍ او له منځه وړلو له پاره ډېري پيسې او مالونه مصرف سول ترڅو اسلام له منځه يو سي.
م.لا هب.ت الله وايي:« «پر مدارسو او علماء کرامو چاپې وهل کیدې او د ختمولو له پاره ئې کوښښ روان وو او د فحاشۍ له پاره ئې لاري خلاصولې، په تېرو شلو کلو کي لکه څنګه چي د افغانانو کورونه، جایدادونه، او ښارونه خراب او ویجاړ سول، همدارنګه د افغانانو معنویات هم خراب او ویجاړ سول.»